کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: د پکتیکا په جاني خېلو کې چاودنې ۶ ملکیان وژلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 جدی 1397 ساعت 15:50

د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي چې نن د دوشنبې په ورځ سهار مهال د یاد ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ په چامبران کلي کې د یو ماین د چاودنې له کبله ۶ ملکیان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.



د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمود ارین ازادي راډیو ته وویل چې ماین د وسله والو مخالفینو له خوا ځای پر ځای شوی و، کلیوالو پرته له دې چې امنیتي ادارو ته خبر ورکړي، غوښتل يې چې ماین لېرې کړي او یا يې شنډ کړي چې په دې حالت کې چاودنه رامنځته شوې او یاده مرګ ژوبله يې اړولې ده.
د نوموړي په خبره چې قربانیان ټول ملکي وګړي دي.
چامبران کلی د جاني خېلو د ولسوالۍ له مقامه شااوخوا پنځلس کیلومتره لېرې پروت دی.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 177376

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177376/چارواکي-د-پکتیکا-په-جاني-خېلو-کې-چاودنې-۶-ملکیان-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com