کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یو شمېر ولایتونو کې طالب وسله والو ته سخت مرګژوبله اوښتي

17 جدی 1397 ساعت 18:19

په فاریاب، کنړ،غزني، هلمند او ارزګان ولایتونو کې، د افغان ځانګړو ځواکونو او ناټو قوتونو د ګډو عملیاتو او هوایي بریدونو په پایله کې ګڼ طالب جنګیالي وژل شوي.


 د راپورونو له مخې د مرغومې له ۵ مې تر ۱۷ مې پورې، د افغان ځانګړو ځواکونو او ناټو پوځیانو د هوایي بریدونو پرمهال د فاریاب په ولایت کې ۹۵ طالب جنګیالي وژل شوي دي.
د دې په څنګ کې د دغو عملیاتو په ترڅ کې ۱۷ حلقې ماینونه او ۸۰۰ پاونډه چاودیدونکي توکي هم له منځه وړل شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي چې یوازې تېره ورځ، د مرغومې په ۱۶ مه د ګډو ځواکونو په هوایي حملو کې ۱۸ طالبانو د فاریاب په اند خوی ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
کنړ- په مروره ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې چې د ناټو قوتونو لخوا یې ملاتړ کېده ۱ طالب او ۲ د داعیش د خراسان ډلې جنګیالي وژل شوي دي په یوه بل هوایي برید کې د دغو ولایت په پنج دره ولسوالۍ کې ۲ نور طالبان هم وژل شوي.

وردګ- د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې په سید اباد ولسوالۍ کې ۸ او د دې ولایت په جلریز ولسوالۍ کې ۴ طالب وسله وال وژل شوي دي.
غزني-  د ځانګړې قطعې د عملیاتو پر مهال په یوه هوایي برید کې د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې ۲ طالب جنګیالي وژل شوي دي.
ارزګان- د افغان ځانګړو ځواکونو د هوایي بریدونو پر مهال د خاص ارزکان په ولسوالۍ کې ۸ طالب وسله وال وژل شوي او یوه کړۍ ماین شنډ شوی دی.
دغه راز په دغو ولایت کې د ناټو ځواکونو د هوایي برید په پایله کې ۷ نور طالب وسله هم وال وژل شوي دي.
هلمند- په کجکي ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو د هوایي بمباریو په پایله کې ۱۵ طالب جنګیالي وژل شوي دي.
د غه راز افغان ځانګړو ځواکونو د یاد ولایت  په موسی قلعه ولسوالۍ عملیات په لار اچولي چې په پایله کې یې ۳ طالب وسله وال وژل شوي او ۳ کړۍ د سړک غاړي ماینونه شنډ شوي دي.
دفاع وزارت د د ژمنیو ځمکنیو او هوایي عملیاتو د بریالي ترسره کیدو او لا چټکیدو خبر ورکوي په ورته وخت کې د طالبانو ویاند رسنیو ته  په یوه لیږل شوي بیان کې د د دفاع وزارت له لوري طالب جنګیالیو ته د دمره پراخو تلفاتو د اوښتو راپورونه ناسم او دغه ډول ادعاوې  یو ډول پروپاګنډ بللی دی.
 


د مطلب کود: 177391

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177391/یو-شمېر-ولایتونو-کې-طالب-وسله-والو-ته-سخت-مرګژوبله-اوښتي

آوا
  https://www.avapress.com