کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان وایی چی جده کې افغان سولې په تړاو غونډه کې به ګډون ونه کړی

17 جدی 1397 ساعت 18:27

رویټرز خبري اژانس د طالبانو د یوه لوړ رتبه چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، راپور ورکړی چې طالبان په پام کې لري دسولې مذاکرات د قطر له دفتره پر مخ یوسي.



خبر پاڼه د دغو طالب چارواکي له خولې لیکي، څرنګه چې د عربستان او عربي متحده اماراتو مشران له مونږ څخه غواړي چې په دغې ناسته کې د افغانستان له حکومت سره کښینو، خو اوس  له افغان حکومت سره نشي کښیناستلای نو ځکه یي د سعودي عربستان غونډه لغوه کړې ده.
دا په داسي حال کې دی چې د افغانستان د سولې عالي شورا هم له حکومت څخه غوښتي چې روانه میاشت د سعودي عربستان په جده کې د امریکا په ملاتړ د افغان سولې په ناسته کې ګډون ونه کړي.
افغان مقامات وایي، که طالبان په دې ناسته کې له افغان پلاوي سره مخامخ خبرو ته نه کښیني، نو دا ځل خبرې به هم لکه د مسکو او ابو ظبۍ د خبرو په څیر وي.
 طالب استازو د امریکا له ځانګړي استازي سره د افغانستان د سولې په تړاو درې ځلې ناستې کړې خو طالبانو په مکرر ډول له افغان حکومت سره د سولې له خبرو ډډه کړې ده.
د عربستان په جده ښار کې د افغانستان د سولې په تړاو د کیدونکې ناستې دقیقه نیټه نه ده څرګنده.
ټاکل شوې وه چې دغه ناسته د جنورۍ په ۵ مه په جده کې وشي خو داسي ښکاري چې د طالبانو د نه ګډون په خاطر دغه غونډه ځنډیدلې ده.
 


د مطلب کود: 177392

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177392/طالبان-وایی-چی-جده-کې-افغان-سولې-په-تړاو-غونډه-ګډون-ونه-کړی

آوا
  https://www.avapress.com