کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنيو چارو وزارت په نېږدې راتلونکي کې د نيمه دولتي زورواکو لېست اعلانوي

ازادی رادیو , 17 جدی 1397 ساعت 20:23

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په نېږدې راتلونکي کې د نيمه دولتي زورواکو لېست اعلانوي.


د کابل په کچه د غلو، انسان تښتوونکو او شکوونکو د اوږده لېست له خپرولو وروسته نیمه دولتي زورواکو ته د کورنیو چارو وزارت ګواښ.
د افغانستان د کورنیو چارو له وزارته په خپره شوې اعلامیې کې راغلي، د هغو زورواکو پر وړاندې به قانوني اقدامات وکړي چې په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه عامه نظم اخلالوي.
وزارت وايي، لومړی په نېږدې راتلونکي کې د دغو نیمه دولتي زورواکو لېست خپروي او ورڅخه به غوښتنه وشي چې حساب کتاب ته حاضر شي.

د دوی په وینا، په کابل کې په وسله والو غلاوو، لارې شکونو او انسان تښتونو ورانکارو فعالیتونو کې ښکېل دي.
یاد وزارت ویلي، دا کار يې د دې لپاره کړی چې خلک له دوی سره د غلو په پیدا کولو کې مرسته وکړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، تر دې دمه اووه کسان د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
د مجرمینو او نیمه دولتي زورواکو پر وړاندې د کورنیو چارو وزارت دا ګام له هغې وروسته اخیستل شوی چې دغه وزارت ته ورپېژندل شوي نوي وزیر امر الله صالح لومړی د پولیسو په لیکو کې هم د جدي اصلاحاتو په اړه پولیسو ته لارښوونې ورکړې.
 


د مطلب کود: 177400

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177400/د-کورنيو-چارو-وزارت-په-نېږدې-راتلونکي-کې-نيمه-دولتي-زورواکو-لېست-اعلانوي

آوا
  https://www.avapress.com