دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۲۳
د مطلب کود : 177400
د کورنيو چارو وزارت په نېږدې راتلونکي کې د نيمه دولتي زورواکو لېست اعلانوي
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په نېږدې راتلونکي کې د نيمه دولتي زورواکو لېست اعلانوي.
د کابل په کچه د غلو، انسان تښتوونکو او شکوونکو د اوږده لېست له خپرولو وروسته نیمه دولتي زورواکو ته د کورنیو چارو وزارت ګواښ.
د افغانستان د کورنیو چارو له وزارته په خپره شوې اعلامیې کې راغلي، د هغو زورواکو پر وړاندې به قانوني اقدامات وکړي چې په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه عامه نظم اخلالوي.
وزارت وايي، لومړی په نېږدې راتلونکي کې د دغو نیمه دولتي زورواکو لېست خپروي او ورڅخه به غوښتنه وشي چې حساب کتاب ته حاضر شي.

د دوی په وینا، په کابل کې په وسله والو غلاوو، لارې شکونو او انسان تښتونو ورانکارو فعالیتونو کې ښکېل دي.
یاد وزارت ویلي، دا کار يې د دې لپاره کړی چې خلک له دوی سره د غلو په پیدا کولو کې مرسته وکړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، تر دې دمه اووه کسان د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
د مجرمینو او نیمه دولتي زورواکو پر وړاندې د کورنیو چارو وزارت دا ګام له هغې وروسته اخیستل شوی چې دغه وزارت ته ورپېژندل شوي نوي وزیر امر الله صالح لومړی د پولیسو په لیکو کې هم د جدي اصلاحاتو په اړه پولیسو ته لارښوونې ورکړې.
 
سرچينه : ازادی رادیو
https://avapress.com/vdce7f8z7jh8fei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته