دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 177435
د سولې د خبرو بل پړاو سبا په قطر کې پيلیږي
ټاکل شوې ده د افغانستان د سولې خبرو بل پړاو سبا په قطر کې د طالب او امریکایي چارواکو ترمنځ پيل شي.

د طالبانو دوه لوړ پوړو چاوراکو پاکستاني رسنیو ته ویلي له امریکايي چارواکو سره ددغه ډلې خبرې به په قطر کې سبا ته له سره پیل شي او دوو ورځو پورې به دوام وکړي.
د طالبانو د دغو چارواکو په وینا ټاکل شوې وه چې دغه خبرې په سعودي عربستان کې ترسره شي خو دا چې عربستان غوښتل په دغو خبرو کې د افغانستان حکومت هم ګډون ولري، نو د خبرو دغه پړاو یې لغوه کړ.
همدارنګه د پاکستان (د نیوز) ورځپاڼېته دغو طالب چارواکو ویلي چې دوی په ښکاره ویلي چې د افغانستان دولت سره لیدنه نه کوي، خو بیا هم سعودي عربستان غوښتل چې په دغو خبرو کې د افغانستان حکومت هم ګډون وکړي.
طالب سرچینو دا هم ویلي چې له امریکايی چارواکو سره دغه خبرې به یې دوه اړخیزې وي او هیڅ بل هیواد به پکې ګډون ونلري.
طالبانو دا هم ویلي چې د سولې په خبرو کې به هیڅکه اوربند اعلام نشي ځکه طالبان اوسمهال پنځه نوي سلنه بریدونه په افغانستان کې مخ ته وړي او که چیرې اوربند وکړي نو د افغانستان حکومت او امریکا به ترې ګټه واخلي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc1mqsp2bqm08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته