دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۸
د مطلب کود : 177437
تېر ميلادي کال خوست کې د پوليو پرضد مبارزه بريالۍ وه
سره له دې چې په خوست ولایت کې د واکسين د کمپاينونو پرمهال يو شمېر ماشومان د پوليو ضد واکسين څخه محروميږي، د دې ولایت د عامې روغتيا مسوولين وايي چې تېر ۲۰۱۸ ميلادي کال يې د پوليو ويروس پر وړاندې مبارزه بريالۍ وه.

که څه هم تېرکال د خوست په چاپېريال کې د پوليو ويروس موندل شوی و، خو د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ګل احمدشاه لکڼوال وايي، چې د ماشومانو روغتيا ته دغه پېښ شوی خطر يې له منځه وړی دی.
هغه وويل"په چاپېريال کې ويروس موندل شوی و خو د قوي هڅو او د واکسينو د اضافي تطبيق په وسيله موږ وکولای شول چې هغه محيطي سرويلانس منفي کړای شو".
ډاکټر ګل احمدشاه لکڼوال د پوليو ويروس د خپرېدو په مخنيوي کې د پرمختګ عمده لاملونه د رسنيو، مبليغينو او ولسي مشرانو له لوري ترسره شوی پراخ عامه پوهاوی او د خلکو همکاري بولي.
ده وویل"زموږ رضاکارانو سره دا همکاري وکړئ چې هيڅ ويده او ناورغ ماشوم له واکسين نه پاتې نه شي. په دې سره موږ کولای شو چې خپله سيمه د پوليو له ويروس څخه پاکه کړو".
په کال ۲۰۱۴ ميلادي کې چې له شمالي وزيرستان نه په راغلو وزيرستاني کډوالو کې د پوليو مثبت پېښه ثبت شوې، له هغه راهيسې بيا تر اوسه په خوست کې د ګوزڼ کومه مثبته پېښه نه ده ليدل شوې.
د خوست اوسېدونکی محمد سردار وايي، د پوليو د خطر او د ګوزڼ ضد واکسين د اهميت په اړه د خلکو پوهاوی کال تر بل مخ پر ډېرېدو دی.
هغه زياتوي دا پوهاوی د پوليو ويروس په محوه کولو کې اساسي رول لري.
هغه وویل"ګوزڼ نا علاجه ناروغي ده. د مخنيوي يواځنۍ وسيله يې واکسين. د دې لپاره چې ماشومانو مو له فلج څخه وژغورل شي بايد په خپل وخت يې واکسين کړو او له صحي رضاکارانو سره مرسته وکړو".
پوليو ساري او د تل لپاره معلولوونکې ناروغي ده. د روغتياپالانو په وينا تر هغه چې په افغانستان کې د پوليو يوه مثبته پېښه هم موجوده وي، هيڅ بل ماشوم ددغې ناروغۍ له خطره خوندي نه دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexf8zfjh8fei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته