د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوه.
د کنړ د ۲۰۰ بستریز روغتون په ګډون اته پروژې منظور شوې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 جدی 1397 ساعت 13:15
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې ۸ تدارکاتي مورده وارزول شول چې په پایله کې ملي تدارکاتو کمېسیون له ۱،۷ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ټول تړونونه منظور کړل.
بل پلو د اوسپنې او حرارتي پایپونو د تولیدي شرکت د جوړولو په موخه د انرژۍ او اوبو وزارت پېشنهادي طرحه له غور او بحث وروسته ملي تدارکاتو کمېسیون تائید کړه.
سربېره پر دې له ښرنې څخه تر انګوراډې پورې د ۵۰ کیلومترو په اوږدوالي (د بیې له لوړوالي پرته د مودې غځول) د سړک جوړولو او بیارغاونې پروژې قرارداد د تعدیل د منظورۍ په اړه د فواید عامې وزارت وړاندیز، د ملي تدارکاتو کمېسیون غړو تصویب کړ.
دغه راز د خوست هوايي ډګر د ترمینل د جوړولو د بیې د راکمولو په خاطر د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې، ملي تدارکاتو کمېسیون څخه د لارښوونې غوښتنه وکړه چې کمېسیون تائید او پرېکړه وشوه، ترڅو له پېشنهادي شرکت سره قرارداد وشي.
د غونډې په پای کې د Hogan Lovells حقوقي مشورتي شرکت سره د (Letter of Engagement) تعهدنامې د لاسلیکولو د منظورې غوښتنه د کانونو پټرولیم وزارت غونډې ته مطرح کړه چې کمېسیون منظور کړه.
جمهوررئیس غني پر یادې پروژې د بحث پر مهال یو ځل بیا د پروژو په تطبیق کې د ادارو له لورې پر لا زیاتې څارنې ټینګار وکړ.
د مطلب کود: 177439