دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۹
د مطلب کود : 177442
اسدالله خالد: که طالبان افغان حکومت سره سوله ونکړي و به خپل شی
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وایي، که طالبانو له افغان حکومت سره سوله ونکړي و به ځپل شي.

پرون دوشنبه د مرغومي په ۱۷ د ملي دفاع وزارت سرپرست فاریاب ته تللی او په دغو ولایت کې یې د نورو سترو عملیاتو د ترسره کولو خبر ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې ده چې د فاریاب امنیت او په فاریاب ولایت کې د پراختیایي پروژو پلې کول د حکومت په لومړیتوب کې قرار لري.
د ښاغلي خالد په وینا” پر دښمن او د دښمن په سنګرونو تهاجمي او تعرضي عملیاتو هغوی ته درانه تلفات ور اړولي دي او دغه پیل کړي عملیات به ادامه ولري”.
د ملي دفاع وزارت سرپرست، د فاریاب ولسونو ته ډاد ورکړی چې د میمنې او اندخوی د لويي لاري امنیتي ستونزې به رفع کوي، نوموړي زیاته کړې ده چې پر دغې لاره د دښمن د کواښ د مخنیوي په پار سمه کړنلاره او کافي قوت ورسره شته، په هر قیمت چې وي د دې لارې په اوږدو کې به د دښمن ځالي له منځه وړي.
په ورته وخت کې ۲۰۹ شاهین قول اوردو خبر ورکړی چې د ملي دفاع سرپرست وزیر د خپل سفر په ترڅ کې د فاریاب له والي، نظامي چارواکو او د ملي اوردو له منسوبینو سره کتلي دي. دغه راز نوموړي په دې وروستیو کې د ملي اوردو د ځواکونو د عملیاتو په پایله کې دښمن ته د درنو تلفاتو د ور اوړولو او د هغوی د مهمو قوماندانو د وژلو یادونه کړې او د پام وړ لاسته راوړنه یې بللې ده.
 
https://avapress.com/vdcay0n6u49n0y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته