کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د (تمیم شنسب) قضیه و محکمه ته ولیږل شو

18 جدی 1397 ساعت 14:35

تمیم شنسب او ورسره ملګری د ستره محکمې له لوری د ۲ تنو په قتل، ۵ تنو ټپی کولو، محکمه حکم څخه تمرد، عامه نظم اخلال، د عامه خدماتو موظفینو په وړاندی تیرۍ، ملکیت غصب او دولت او خلګو ته خسارات رسولو باندی تورن دی.



 
جمشید رسول؛ د لوی څارنوالی ویاند ویلی دی چی تمیم شنسب او ملګری یی د ستره محکمې له لوری د ۲ تنو په قتل، ۵ تنو ټپی کولو، محکمه حکم څخه تمرد، عامه نظم اخلال، د عامه خدماتو موظفینو په وړاندی تیرۍ، ملکیت غصب او دولت او خلګو ته خسارات رسولو باندی تورن دی.
تمیم شنسب ساتونکې نږدی یو میاشتی مخکې هغه وخت د پولیسو سره نښته وکړه چی غوښتل د هغه کور د محکمی په حکم باندی تخلیه کړی. په دی نښته کې دوه پولیس وژل شوی او شپږ تنه نور ټپیان شوی دی.
د کابل پولیسو په وینا، هغه کور چی قرار وو تخلیه شی، د تمیم شنسب له لوری غضب شوی وو. په نتیجه کې کابل پولیس تمیم شنسب د ۲۴ ساعتونو مقاومت وروسته د ساتونکو سره یوځای ونیول.
هیواد لوی څارنوالی د قوس په ۲۳ نیټه اعلان کړی وو چی د تمیم شنسب لپاره قضیه جوړ کړی دی.
 


د مطلب کود: 177447

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177447/د-تمیم-شنسب-قضیه-محکمه-ته-ولیږل-شو

آوا
  https://www.avapress.com