دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۳
د مطلب کود : 177462
په افغانستان کې تر ۳۵ زره ټنه پورې جغلوزي تولیدیدلی شي
د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په افغانستان کې له درویشت زره څخه تر پېنځه دېرش زره ټنه پورې تور جلغوزي تولیدیدلی شي.

د کرنې او مالدارۍ وزیر د هېواد د جلغوزیو د صادارتو د اتحاديې له مسوولینو سره په هېواد کې د جلغوزیو د صنعت د پراختیا او په دې برخه کې د دولتي او خصوصي سکتور د ګډې پانګونې او همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د کرنې وزارت ویلي؛ تر اوسه له هېواده بهر نږدې ۱۳۷۲ ټنه جغلوزي صادر شوي دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر زیاتوي، په هېواد کې د جلغوزیو د تولید وړتیا لوړ وو او په دې برخه کې باید ډېر کار ترسره شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی څرګندوي؛ په هېواد کې مو له ۲۳ زره  څخه تر ۳۵ زره ټن پورې د جلغوزیو د تولید وړتیا شته، چې که په اوسنۍ بیه محاسبه شي ۳۵ زره ټنه د کال یو اعشاریه څلور میلیارد دالر جوړوي.
د سوداګرۍ خوني مسوولین هم وايي، چې پر چین سربېره د افغانستان جلغوزیو او زعفرانو د صادراتو لپاره ترکیه هم لیواله شوې، چې له افغانستان سره اړوند سوداګري پیل کړي.
د سوداګرۍ خونې عامل پلاوي رییس عتیق الله نصرت وایي، چې د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو لپاره ډېر کار کړی؛ نو، ځکه نړیوال اوس د افغانستان د تولیداتو لپاره لیواله دي. مونږ هڅه کوو، چې په راتلونکي کې د جلغوزیو سوداګري نوره هم پراخه شي. 
د هېواد د جلغوزیو د صادراتو ټولنې مسوولین وايي، که څه هم تر یوه بریده افغان حکومت په دې برخه کې کار کړی؛ خو د وزارتونو او ادارو ترمنځ نه همغږۍ یو لړ ستونزې راپورته کړې دي.
د جلغوز یو د اتحاديې رییس یحیا خان ځدارڼ وایي، چې تر اوسه پورې د ادارو تر منځ  د نه همغږۍ له کبله زمونږ ستونزې سمې حل شوي ندي ؛ خو مونږ هڅه کوو، چې په پکتیا کې د جلغوزيو د پروسس په برخه کې پانګوال پانګونې ته را جذب کړو.
د چارو شنونکي وايي؛ که افغان حکومت وتوانیږي، چې د جلغوزیو د پروسس په برخه کې پانګو نه جذب کړي؛ نو لدې سره به مو په هېواد کې لسګونه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccemqsi2bqm08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته