د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په افغانستان کې له درویشت زره څخه تر پېنځه دېرش زره ټنه پورې تور جلغوزي تولیدیدلی شي.
په افغانستان کې تر ۳۵ زره ټنه پورې جغلوزي تولیدیدلی شي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 جدی 1397 ساعت 16:43
د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په افغانستان کې له درویشت زره څخه تر پېنځه دېرش زره ټنه پورې تور جلغوزي تولیدیدلی شي.
د کرنې او مالدارۍ وزیر د هېواد د جلغوزیو د صادارتو د اتحاديې له مسوولینو سره په هېواد کې د جلغوزیو د صنعت د پراختیا او په دې برخه کې د دولتي او خصوصي سکتور د ګډې پانګونې او همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د کرنې وزارت ویلي؛ تر اوسه له هېواده بهر نږدې ۱۳۷۲ ټنه جغلوزي صادر شوي دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر زیاتوي، په هېواد کې د جلغوزیو د تولید وړتیا لوړ وو او په دې برخه کې باید ډېر کار ترسره شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی څرګندوي؛ په هېواد کې مو له ۲۳ زره څخه تر ۳۵ زره ټن پورې د جلغوزیو د تولید وړتیا شته، چې که په اوسنۍ بیه محاسبه شي ۳۵ زره ټنه د کال یو اعشاریه څلور میلیارد دالر جوړوي.
د سوداګرۍ خوني مسوولین هم وايي، چې پر چین سربېره د افغانستان جلغوزیو او زعفرانو د صادراتو لپاره ترکیه هم لیواله شوې، چې له افغانستان سره اړوند سوداګري پیل کړي.
د سوداګرۍ خونې عامل پلاوي رییس عتیق الله نصرت وایي، چې د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو لپاره ډېر کار کړی؛ نو، ځکه نړیوال اوس د افغانستان د تولیداتو لپاره لیواله دي. مونږ هڅه کوو، چې په راتلونکي کې د جلغوزیو سوداګري نوره هم پراخه شي.
د هېواد د جلغوزیو د صادراتو ټولنې مسوولین وايي، که څه هم تر یوه بریده افغان حکومت په دې برخه کې کار کړی؛ خو د وزارتونو او ادارو ترمنځ نه همغږۍ یو لړ ستونزې راپورته کړې دي.
د جلغوز یو د اتحاديې رییس یحیا خان ځدارڼ وایي، چې تر اوسه پورې د ادارو تر منځ د نه همغږۍ له کبله زمونږ ستونزې سمې حل شوي ندي ؛ خو مونږ هڅه کوو، چې په پکتیا کې د جلغوزيو د پروسس په برخه کې پانګوال پانګونې ته را جذب کړو.
د چارو شنونکي وايي؛ که افغان حکومت وتوانیږي، چې د جلغوزیو د پروسس په برخه کې پانګو نه جذب کړي؛ نو لدې سره به مو په هېواد کې لسګونه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د مطلب کود: 177462