دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۵۴
د مطلب کود : 177472
په خوست کې د ملي امنیت منسوبینو د ګمرک ۷ مأمورین د فساد په تور نیولي
نن د سې شنبې په ورځ سهار مهال د خوست د ملي امنیت ریاست مسؤلینو وویل چې د خوست ګمرک ۷ مأمورین‌يې د فساد په تور نیولي چې دا مهال ورڅخه تحقیقات روان دي.

دوی زیاتوي، د ملي امنیت منسوبینو د خوست په بېلابېلو سیمو کې ۲۰ لوی بارداره موټر هم چې بې‌کیفیته درمل او خوراکي توکي په‌کې وو او له فرعي لارو يې غوښتل د ګمرک د نیول شویو مأمورینو په مرسته له ګمرکي محصول پرته ښار ته داخل کړي نیولي دي.
مسؤلینو چې نه‌یې غوښتل نومونه‌يې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې یاد موټر به د قانوني مراحلو د بشپړولو لپاره د خوست ګمرک ته وسپاري.
دوی وویل، په تېرو درې اوونیو کې يې د دې موټرو په ګډون ۴۰ بارداره موټر نیولي چې هر موټر په منځني ډول ۳۰ ټنه وزن لاره.
د ملي امنیت د منسوبینو په وینا یاد موټر یا محصول شوي نه‌دي او یا هم د قانون خلاف په لږو پیسو محصول شوي چې له‌دې کبله د دولت عوایدو ته زیان رسېدلی دی.
چارواکو وویل، د یادو ګرفتاریو پوره معلومات به وروسته د ولایتي چارواکو له‌خوا رسنیو سره شریک شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd550fxyt05o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته