کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرتابه او د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې له یو شمیر استازو سره مشورتي ناسته وشوه

19 جدی 1397 ساعت 11:35

د ولسمشریزو ټاکنو له پاره د بایومتریک سیستم څخه د ګټې اخیستنې پر څرنګوالي د یو شمیر سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې له استازو سره د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مشرانو مشورتي غونډه د روان کال د مرغومي جدي میاشتې په اتلسمه نیټه د دغه کمیسیون په مرکزي دفتر کې وشوه.




د غونډې په پیل کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر ډاکټر عبدالبدیع صیاد برخه والو ته ښه راغلاست ووایه او د کمیسیون په اصلاحي پلان یې چې په هغه کې تشکیلاتي یا جوړښتي اصلاحات، تخنیکي اصلاحات، د یو شمیر قوانینو تعدیلول او عملیاتي برخې شاملې وې رڼا واچوله او هغوی ته یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د ټاکنو د کمیسیون مشر د دغې ناستې اصلي موخه د یو لړ وړاندیزونو او نظریاتو راټولول په ګوته کړل او زیاته یې کړه چې د سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنې د بنسټونو د استازو سره د بایو متریک سیستم د ښې کارونې په چاره کې ناستې پاستې ارزښتناک ګام دی او هغه یې د راتلونکو ولسمشریزو او نورو ټاکنو په برخه کې ګټور او بریالي یاد کړل.
دا رنګه د کمیسیون تخنیکي ډلې په تیرو ټاکنو کې د بایومتریک سیستم د کارونې په برخه کې د کمزورو او قوي ټکو په اړه برخه والو ته ویناوې وکړې چې د برخه والو د تاوده هرکلي سره مخامخې شوې.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غړې ملیحه حسن یوه له وینا کونکو څخه وه، هغې وویل: کمیسیون دا مهال د پلان ګذارۍ په حال کې دی او په دغه وخت کې د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې د بنسټونو له استازو سره خبرې اترې ډیرې ګټورې او ارزښتناکې دي. اغلې حسن دارنګه زیاته کړه چې د شته ستونزو او ننګونو سره، سره د ولسي جرګې په تیرو ټاکنو کې له درې ملیونو څخه زیاتو رای ورکونکو له دغه سیستمه ګټه اخیستې، چې په دې برخه کې د لا زیاتو اصلاحاتو د راوستو له پاره د نظریاتو شریکول ډیر ارزښتناک دي.
همدغه شان د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې یو شمیر استازو د دغه سیستم څخه په بیلابیلو ټاکنو کې د ګټې اخیستنې په تړاو او په دغه سیستم کې د یو لړ اصلاحاتو د راوستو په اړه ځانګړي وړاندیزونه وکړل، او دغه سیستم یې د ټاکنو د سلامتیا له پاره غوره لاره وبلله.
 


د مطلب کود: 177511

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177511/د-ټاکنو-خپلواک-کمیسیون-مشرتابه-او-سیاسي-ګوندونو-مدني-ټولنې-له-یو-شمیر-استازو-سره-مشورتي-ناسته-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com