دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۱
د مطلب کود : 177517
زلمي خلیلزاد د افغان سولې اړوند سیمه ته بیا سفر پیل کړی
د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي‌ خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د سیمې هېوادونو ته خپل څلورم سفر پيل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ د «مرغومې پر ۱۸مه» په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې ټاکل شوې ښاغلی خلیلزاد هند، چین، افغانستان او پاکستان ته ولاړ شي او د یادو هېوادونو له چارواکو سره به پر افغان سولې خبرې وکړي.
د ښاغلي‌ خلیلزاد دغه څوارلس ورځنی سفر د روانې جنورۍ میاشتې پر اتمه پیل شوی چې د همدې میاشتې پر ۲۱مه پای ته رسېږي.
په دغه اعلامیه کې راغلي: "د امریکا متحده ایالاتو هدف په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو تقویه کول دي، یوې سیاسي هوکړې ته د خبرو اترو له لارې د سیاسي احزابو هڅونه، چې له مخې هر افغان د قانون تر حاکمیت لاندې له مساوي حقوقو څخه برخمن وي."
ښاغلي زلمي خلیلزاد هم پر خپل ټوېټر ویلي:


دا افغانستان او د سیمې هېوادونو ته د افغان سولې په تړاو د ښاغلي‌ خلیلزاد د ماموریت تر پیلېدو وورسته دا د هغه څلورم سفر دی.
ښاغلي خلیلزاد د خپلو تېرو سفرونو په ترڅ کې درې ځله د وسله والو طالبانو له استازو سره مخامخ خبرې وکړې، خو د نوموړي په څلورم سفر کې د وسله والو طالبانو له استازو سره د هغه لیدنې ته اشاره نه ده شوې.
نوموړي تېره ډسمبر میاشت پاکستان، روسیې، افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان، قطر، متحده عربي اماراتو او بلجیم ته سفر وکړ.
داپه داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د سولې د علي شورا مرستیال عطاءالرحمن سلیم امریکا غږ ته وویل چې ټاکل شوې نن د چهارشنبې په ورځ په قطر کې د طالب استازو او ښاغلي خلیلزاد ترمنځ غونډه تر سره شي خو رویټرز خبري اژاانس تېره ورځ د یادې غونډې د لغوه کېدو راپور ور کړ.
په قطر کې د امریکايي‌ استازو او طالبانو ترمنځ د خبرو د تر سره کېدو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته په کابل کې د امریکا سفیر هم وویل چې په قطر کې د امریکا او طالبانو د خبرو په اړه راپورونه کره نه دي.
جان بس په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي و طالبان هماغسې چې له رسنیو سره غږیږي، له افغانانو سره هم باید وغږېږي.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdf50f5yt05k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته