کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

"امریکا د افغانستان نه د عسکرو د ایستلو لپاره تگلاره جوړوي"

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 جدی 1397 ساعت 12:29

د امریکا پوځ د افغانستان نه د یو څو زرو عسکرو د بیرته ایستلو لپاره تگلاره جوړوي



د امریکا ٦ تنو حکومتي چارواکو واشنگټن پوسټ ته د نومونو د نه ښودولو په شرط ویلي دي چې پنټاگان د ولسمشر ټرمپ (د افغانستان نه عسکرو د بیرته ایستلو) د امر نه وروسته په یوه داسې تگلاره کار کوي چې لږ شمیر عسکر بیرته راوباسي خو زیاتره هلته پاتې شي چې مهم ماموریتونه پر مخ بوځي.
د سپینې ماڼۍ دوو تنو چارواکو واشنگټن پوسټ ته ویلي چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان نه ټول عسکر را ایستل غواړي خو اوس مهال به د ٧٠٠٠ نه کم عسکر بیرته راویستل شي.
دغه چارواکي وایي چې پوځي چارواکو ولسمشر ټرمپ پدی قانع کړیدی چې د عسکرو سوکه سوکه را ایستل به گټور وي. چارواکي وایي چې تروسه پورې لا پریکړه نده شوی او کیدی شي ټرمپ د ټولو عسکرو د ایستلو امر وکړي.
ځینو چارواکو د یو خاص شمیر د ښودولو نه ډډه وکړه ځکه هغوي وویل چې پدې موضوع لا هم خبرې دوام لري خو ځینو چارواکو وویل چې کیدی شي دغه شمیر د ٧ زرو پورې وي.
دغه ورځپاڼې د هغه رپورټونه د خپریدو نه درې اونۍ وروسته دا رپورټ خپور کړیدی چې ویلی یې ولسمشر ټرمپ د افغانستان نه د عسکرو په را ایستلو غور کوي.
د افغانستان نه د عسکرو ایستلو رپورټونه د هغې نه وروسته خپاره شو چې ولسمشر ټرمپ د سوریې نه د خپلو ټولو عسکرو د ایستلو اعلان وکړ. د ټرمپ د اعلان نه وروسته د دفاع وزیر جم میټس د خپلې دندې نه گوښه شو.
د افغانستان نه د عسکرو ایستلو بحثونه پداسې وخت کې دوام لري چې افغانستان کې د سولې د پروسې لپاره هم کوښښونه گړندي شویدي او پدی لړ کې د افغانستان لپاره د امریکا خاص استاځی زلمی خلیلزاد هم د طالبانو او د گاونډي ملکونو د مشرانو سره ملاقاتونه کوي.
 


د مطلب کود: 177519

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177519/امریکا-د-افغانستان-نه-عسکرو-ایستلو-لپاره-تگلاره-جوړوي

آوا
  https://www.avapress.com