دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۶
د مطلب کود : 177521
پاکستاني مشرانو سره د عمر داودزي لیدنې
د سولې د عالي شورا وايي چې عمر داوودزي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شا محمود قریشي سره په کتنه کې له نوموړي ډاډ تر لاسه کړی چې د پخوا په مقایسه به د پاکستان اوسنی حکومت په افغانسان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره سولې په پروسه کې عملي ګامونه واخلي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د سولې د شورا د درالانشاء رئیس او سیمه ییزې اجماع لپاره د ولسمشر غني استازي محمد عمر داوودزی نن د دې سفر په دوهمه ورځ د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر باجوه او د دې هېواد له نورو پوځي چارواکو سره وګوري.
د سولې د عالي شورا وايي چې عمر داوودزي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شا محمود قریشي سره په کتنه کې له نوموړي ډاډ تر لاسه کړی چې د پخوا په مقایسه به د پاکستان اوسنی حکومت په افغانسان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره سولې په پروسه کې عملي ګامونه واخلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیه کې د شا محمود قریشي له قوله ویلي چې په افغانستان کې ثبات ته د رسېدو یوازینی لاره سوله ده.
ښاغلي داوودزي د پاکستان مذهبي مشر، مولانا فضل الرحمان سره هم لیدلي دي له هغه ېې غوښتي چې د افغانستان سولې بهیر کې همکاري وکړي.
افغانستان تر دې مخکې تل د پاکستاني چارواکو له دا ډول ژمنو سره په بې باورۍ چلند کړی دی.
https://avapress.com/vdciryazzt1ayw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته