دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۷
د مطلب کود : 177530
د غزنی لپاره لومړۍ درجه امکاناتو نه عملی کیدو څخه نیوکې
غزنی ولایت وکیلان او سیمه ایز چارواکې وایی چی سربیره پردی چی دا ولایت د دوه ولسمشرانو له لوری لومړۍ درجه ولایت په حیث بلل شوی دی، تراوسه په عمل کې د غزنی لپاره لومړۍ درجه امکانات نه دی اختصاص شوی.

 
 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عارف رحمانی؛ د غزنی یو تن نماینده په پارلمان کې لومړۍ درجه په حیث د غزنی عملی نه اجرایی کیدو څخه نیوکه کړی او د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره تلفنی اړیکه کې وویل: غزنی ولایت یوځل د ولسمشر کرزی او یو ځل هم د ښاغلی ولسمشر اشرف غنی حکومت په وخت کې، د کاغذ پرمخ په لومړۍ درجه ولایتونو کې قرار نیولی دی؛ خو په عمل کې تراوسه لومړۍ درجه ولایت امکانات د غزنی لپاره نه دی برابر شوی.
رحمانی زیاته کړه: هغه امکانات او بودجه چی دغزنی لپاره اختصاص ورکړل شوی دی د یو دریم درجه ولایت حد او حدود پوری دی.
هغه وویل: سختو امنیتی ګواښونو ته په کتو سره چی غزنی ورسره مخ دی، امنیتی ځواکونو تشکیل هم په دی ولایت کې ډیر ناچیزه دی.
د غزنی خلګو دا نماینده په پارلمان کې د ولسمشر د وعدو عملی کیدو غوښتونکی شوی دی.
همدارنګه د غزنی ولایت والی هم غزنی ولایت امکانات او تشکیل ناچیز بللی او ډیر ځلې تشکیلونو پوره کیدو بالخصوص امنیتی ځواکنو تشکیل پوره کیدو غوښتونکې شوی دی.
https://avapress.com/vdcipyazut1ayw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته