کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزنی لپاره لومړۍ درجه امکاناتو نه عملی کیدو څخه نیوکې

19 جدی 1397 ساعت 14:17

غزنی ولایت وکیلان او سیمه ایز چارواکې وایی چی سربیره پردی چی دا ولایت د دوه ولسمشرانو له لوری لومړۍ درجه ولایت په حیث بلل شوی دی، تراوسه په عمل کې د غزنی لپاره لومړۍ درجه امکانات نه دی اختصاص شوی.



 
 
د آوا په ګزارش سره، عارف رحمانی؛ د غزنی یو تن نماینده په پارلمان کې لومړۍ درجه په حیث د غزنی عملی نه اجرایی کیدو څخه نیوکه کړی او د آوا خبرنګار سره تلفنی اړیکه کې وویل: غزنی ولایت یوځل د ولسمشر کرزی او یو ځل هم د ښاغلی ولسمشر اشرف غنی حکومت په وخت کې، د کاغذ پرمخ په لومړۍ درجه ولایتونو کې قرار نیولی دی؛ خو په عمل کې تراوسه لومړۍ درجه ولایت امکانات د غزنی لپاره نه دی برابر شوی.
رحمانی زیاته کړه: هغه امکانات او بودجه چی دغزنی لپاره اختصاص ورکړل شوی دی د یو دریم درجه ولایت حد او حدود پوری دی.
هغه وویل: سختو امنیتی ګواښونو ته په کتو سره چی غزنی ورسره مخ دی، امنیتی ځواکونو تشکیل هم په دی ولایت کې ډیر ناچیزه دی.
د غزنی خلګو دا نماینده په پارلمان کې د ولسمشر د وعدو عملی کیدو غوښتونکی شوی دی.
همدارنګه د غزنی ولایت والی هم غزنی ولایت امکانات او تشکیل ناچیز بللی او ډیر ځلې تشکیلونو پوره کیدو بالخصوص امنیتی ځواکنو تشکیل پوره کیدو غوښتونکې شوی دی.


د مطلب کود: 177530

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177530/د-غزنی-لپاره-لومړۍ-درجه-امکاناتو-نه-عملی-کیدو-څخه-نیوکې

آوا
  https://www.avapress.com