دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۰
د مطلب کود : 177533
خوست کې چاودنه ۲ تنه مړه کړي او ۲۰ څخه ډیر ژوبل کړي
خوست کې نن سه شبنه د مرغومي په ۱۸ مه چاودنه شوې، چې په پایله کې یې ۲ کسان مړه او له ۲۰ ډېر ټپیان شوي دي.

 په موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکو توکي چاودیدلي دي چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.
د خوست دعامې روغتيا ريیس، ګل حبيب شاه رسنیو  ته ویلي چې  په دې چاودنه کې ۲ تنه ملکيان وژل شوي او له ۲۰ تنو ډېر ټپيان شوي دي.
عیني شاهدان وايي، چاودنه سپين جومات ته څېرمه له ګڼې ګوڼې په یوه ډکه سیمه کې شوې چې  اوس مهال سيمه د امنيتي ځواکونه لخوا د څېړنیو په موخه کلابنده ده.
د خوست ولایت سیمه ییزو چارواکوپیښه تایید کړې، تر اوسه لا چا د دغې پیښې مسولیت نه دي په غاړه  اخیستي.
 
https://avapress.com/vdcbfzb8frhbzsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته