په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره د وروستیو هڅو په دوام د ولسي جرګې غړي وايي، دغه هڅې باید بینالافغاني وي او وسلهوال طالبان باید د مجاهدینو تېروتنې تکرار نهکړي.
د جرګې د چهارشنبې د ورځې «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۹» په عمومي ناسته کې یو شمېر وکیلانو وویل، که چېرې وسلهوال طالبان د مجاهدینو تېروتنې تکرار کړي، وضعيت به تر دې هم خراب شي.
آرشیف، د ولسي جرګې دوهم مرستیال امیر خان یار
د ولسي جرګې دوهم مرستیال امیر خان یار چې د چهارشنبې د ورځې د غونډې مشري یې کوله، وویل:
"وسلهوال طالبان باید د مجاهدینو تېروتنې چې د افغانستان د ورانۍ سبب شوې، تکرار نهکړي، که څه هم د سولې هڅې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان له لوري روانې دي، خو بیا هم دا د افغانانو ترمنځ مسئله ده او حکومت باید په دې کې دخیل شي، ترڅو بینالافغاني سولې ته لار هواره شي او دا به د افغانانو په ګټه وي."
د ولسي جرګې غړي همدارنګه وايي، وسلهوال طالبان تل د افغانستان له حکومته ځان پورته ګڼي او په همدې دلیل افغان حکومت سره له خبرو ډډه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په ۱۳۷۱ کال کې مجاهدینو هم د پخواني جمهور رئیس ډاکتر نجیبالله له حکومت سره د مذاکراتو پر ځای له روسیې سره خبرې وکړې او په یو ډولیې روسان متقاعد کړل چې حکومت هغوی ته وسپاري.
خو په دې سره د ډاکتر نجیبالله د حکومت له رانسکورېدو وروسته او د مجاهدینو د حکومت په رامنځته کېدو سره کورنۍ جګړه پیل شوه.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تر دې وړاندې وسلهوالو طالبانو د متحده عربي اماراتو په ناسته کې له افغان پلاوي سره له خبرو ډډه کړې.
له بلې خوا د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د افغانستان د اساسي قانون د تصویب د ۱۵مې کلیزې لمانځغونډې ته په وینا کې وویل، تر اوسه د وسلهوالو طالبانو په دريځ کې هېڅ ډول بدلون نهدی راغلی، تر څو چې له افغان حکومت سره د سولې مذاکراتو ته کېني.
ده زیاته کړه:"هغوی وايي، موږ له افغان دولت سره خبرې نهکوو او یوازې هغه هېواد سره خبرې کوو چې د پوځي فعالیتونو د دفاع مسؤلیت ولري او د بهرنیو ځواکونو په وتلو خبرې کوو، اوس د جګرې دوام او له خلکو د فرصتونو اخيستل د بهرنیو ځواکونو د حضور پلمه ده، خو کله چې ورته ویل کېږي چې راشئ کېنئ او تاسې که هوکړې ته ورسېږئ، د بهرنیو ځواکونو د حضور اړتیا نهلیدل کېږي، نو دې ته هم نهحاضرېږي."
په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوه حمید عزیزي ازادي راډيو ته وویل چې وسلهوال طالبان هڅه کوي چې یو ځل بیا د مجاهدینو تاریخ تکرار کړي او په همدې دلیل دا ستراتېژي تعقیبوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)