دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۳۲
د مطلب کود : 177553
عبدالحمید خراساني کور او دفتر کلابند خو هغه په تیښته بریالي شوی
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د اسلامي نهضت مقاومت د ډلې مشر عبدالحمید خراساني یې تر تعقیب لاندې دي.

د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې، عبدالحمید خراساني، له وړو سوداګرو څخه د باج اخیستنې، په سړي وژنې، سړي تښتونې، د جنایت کاره وسله والو کسانو د درلودنې، د سنبلې په ۱۸ مه د غزادارۍ په بهانه د مخدره توکو د قاچاق، د کابل ښاریانو په منځ کې د ویرې او ډار فضا د ایجادولو، د غزیزو او انځوریزه پیغامونو په بڼه د ډېرو دولتي چارواکو د سپکاوي او ښکنځنې او د افغانستان د ملي بیرغ  د سوځونې په تور د قانون تر تقعیب لاندې دی.
اعلامیه زیاتوي چې دغه کس ډېر ځلې په بیلابیلو چمونو د قانون له منګولو تښتیدلی دی خو دا ځل کورنیو وزارت د دغو کس په نیولو کې جدي ده.
د اعلامیې په یوه برخه کې راغلی دي چې دغه جنایت کاره او لنډغر په بیلابیلو بهانو تر دې مهاله د قانون له منګولو تیښته کړې اوس پولیس غواړي چې دغه کس ونیسي خو د ملکي احتمالي تلفاتو د مخنیوي په پار پولیسو له قهریه قوې څخه استفاده نه ده کړې، مجرم د ماشومانو په برمته کولو سره له دې سیمې تښتیدلی دی، خو اعلامیه زیاتوي چې د قانون لاس اوږد او غښتلی دی.
د یوه بل راپور مخې د سه شنبې په ورځ  کورنیو چارو وزارت، د عبدالحمید خراساني کور او دفتر کلابند کړی خو د سیمې د خلکو په همکارۍ نوموړی په تیښته بریالی شوی دی. دا په داسې حال کې دی چې د کورنیو چارو وزارت څو ورځې مخکې د ۲۲۲ مجرمینو نومونه خپاره کړل او له خلکو یې وغوښتل چې د دغو مجرمینو په نیولو کې له حکومت سره همکاري وکړي.
 
https://avapress.com/vdcdk50fsyt05k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته