دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۳۹
د مطلب کود : 177555
په سرپل ولایت کې د کرنیزو ځمکو خوندي کولو لپاره محافظتي دیوال جوړ شو
په سرپل ولايت کې د کرنيزو ځمکو او د خلکو د کورونو د خوندي کولو په خاطر محافظتي ديوال جوړ شو .

د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام د عامه اطلاعاتو  د ادارې د معلوماتو له مخې خبر راکړ: دغه محافظتي ديوال د سرپل ولايت په مرکز پورې اړوند د غني ازبکيه په کلي کې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت دولسي  تړون د ملي پروګرام له خوا د يو ميليونو ۹۰۰ زرو افغانيو په لګښت جوړ شوى دى.
د دغه محافظتي ديوال په جوړولو سره د خلکو د استوګنې ١٩٨ کورونه او زراعتي ځمکې د سيلاوونو له ګواښونو څخه خوندي شول.
https://avapress.com/vdcftedytw6deta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته