دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۲
د مطلب کود : 177596
زلمی خلیل‌زاد به نن د هند دوه ورځنی سفر پیل کړي
ټاکل شوې ده چې زلمی خلیل‌زاد نن د هند دوه ورځنی سفر پیل کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د متحد ایالتونو دغه ځانګړی استازی به د هند له ملي امنیت سلاکار اجیټ ډووال او د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال ویجې ګووخال سره د افغانستان د سولې پر روانو هڅو خبرې وکړي.
خلیل‌زاد تېرکال په سېپټمبر کې د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت له لوري د افغانستان د سولې ځانګړی استازی وټاکل شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې څرګنده کړې ده چې ښاغلی خلیل‌زاد به د هند سربېره چین، افغانستان او پاکستان ته ولاړ شي او په‌دغو هېوادو کې به له چارواکو سره د افغانستان د سولې پر لارو چارو خبرې وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcao0n6i49n0m1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته