کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بادغیس؛ د طالبانو برید شنډولو کې شپږ افغان سرتېرِي ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 جدی 1397 ساعت 15:42

د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي پر آبکمرې ولسوالۍ د طالبانو د ډله‎ییز برید له په شا تمبولو خبر ورکوي.



د بادغیس والي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې طالبانو تېره شپه (چهارشنبې د مرغومې په ۱۹مه) د ابکمرې ولسوالۍ پر مرکزي پوستې برید وکړ او غوښتل یې ولسوالي وپرزوي.
د خبرپاڼې له مخې له برید وروسته طالبان د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ شول او برید یې په شا وتمبول شو.
خبرپاڼه زیاتوي په نښته کې لس طالب وسله وال ووژل شول او لس نور ټپیان شول.
د خبرپاڼې له مخې په نښته کې شپږ افغان سرتېري هم وژل شوي او لس نور ټپيان دي چې په ټپیانو کې د ابکمرې ولسوال هم شامل دی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 177610

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177610/بادغیس-د-طالبانو-برید-شنډولو-کې-شپږ-افغان-سرتېر-ي-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com