کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خبریالانو خوندیتوب کمېټه: ۲۰۱۸ کې اولس افغان خبریالان وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 جدی 1397 ساعت 18:01

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، چې په ۲۰۱۸ کال کې یې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیزو کارکونکو سرهد تاوتریخوالي ۱۲۱ پیښې ثبت کړې دي.



د دغې کمیټې رئیس نجیب شریفي د پنجشنبې په ورځ د ریپوټ د خپرولو پر مهال خبریالانو ته وویل، چې په دغو قضیو کې د خبریالانو د وژنې، ټپي کیدو، لنډ مهال بند، تښتونې او د تاوتریخوالي یو شمیر نورې پېښې شاملې دي.
هغه زیاته کړه "په دغه کال کې په مجموعي ډول ۱۷ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي، چې له امله یې یو ځل بیا افغانستان د خبریالانو لپاره د خطرناکو هیوادونو په سر کې ځای نیولی دی".
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په تیر عیسوي کال کې په مستقیم ډول د خبریالانو په نښه کول د اندیښنې وړ بللي او ویلي یې دي، په دغه کال کې د خبریالانو د ډله‌ييزو وژنو لپاره د لومړي ځل لپاره پر خبریالانو او رسنیو مستقیمې حملې وشوې.
د بې‌پولې خبریالانو سازمان بیا په ۲۰۱۸ کال کې د وژل شویو افغان خبریالانو شمیر ۱۵ تنه ښودلې دی.
د ښاغلي شریفي پر وینا، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په تیر عیسوي کال کې د ۱۵ خبریالانو د ټپي کیدو، د ۲۱ د وهلو، د ۲۸ د ګواښلو ، د ۲۳ د سپکاوي او بد چلند، د ۵ لنډ مهال بند او د تښتونې او له دندې د ایستلو دوه پيښې هم ثبت کړي دي.
د دغې کمیټې ریپوټ ښیي، چې په یادو قضیو کې ۱۵ ښځینه خبریالانې هم شاملې دي، چې د دندې پر مهال له بیلابیل ډوله تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.
خو د خبریالانو د خوندیتوت کمیټې رئیس وویل، چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله په تیر عیسوي کال کې د افغان خبریالانو د قتل په پیښو کې کموالی راغلی دی.
په ۲۰۱۷ کال کې ۲۰ افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي وو.
دغه راز یادې کمیټې ویلي، چې په ۲۰۱۷ کال کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۶۹ قضیې ثبت شوې وې، چې د ۲۰۱۸ کال په پرتله په کې ۲۸ فیصده کموالی راغلی دی.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې، د داعش ډله او وسله‌وال طالبان له افغان خبریالانو سره د تاوتریخوالي په ۵۰ فیصده پېښوکې ګرم بللي او د ۴۴ فیصده پيښو مسولیت یې د افغان حکومت په غاړه اچولی دی. کمېټې د ۱۶ فیصده پيښو مسولیت ناپیژندو وسله‌والو ته نسبت ورکړی دی.
دغې کمېټې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي د بڼې بدلون ته په اشارې ویلي، چې د افغانستان حکومت، د رسنیو مالکانو او خبریالانو د دغو ګواښونو د ټيټولو لپاره لازم او هر اړخیز اقدامات نه دي ترسره کړي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د ګواښونو د کچې راټيټولو لپاره د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب لارښود پر عملي کیدو ټینګار کړی دی
 


د مطلب کود: 177620

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177620/د-خبریالانو-خوندیتوب-کمېټه-۲۰۱۸-کې-اولس-افغان-خبریالان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com