دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۵۲
د مطلب کود : 177628
په جوزجان کې طالبانو یو مهم قوماندان امنیتی ځواکونو ته تسلیم شوی
قدرت الله د طالبانو یو مهم قوماندان په جوزجان ولایت د هیواد دفاعي او امنیتي ځواکونو ته تسلیم شو.

د افغانستان په شمال کې نظامي چارواکي وایي، چې د طالبانو یو سرګروپ د قدرت الله په نوم له یوه موټر سایسکل او یو میل کلاشینکوف سره ورته تسلم شوی دی.
۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبر نامه کې ویلي چې پرون ۱۲:۳۰بجو د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د مغل د کلي اوسیدونکي د یاد ولایت په قوشتپه ولسوالۍ کې د ملي ارودو ځواکونو ته تسلیم شوی دی.
د افغانستان د حکومت وسله والو مخالفانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جوزجان د افغانستان په شمال کې د هیواد یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په دې وروستیو کې نا امنیو زور پکې اخیستی دی.
 
https://avapress.com/vdcgxu9q7ak9u34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته