کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان کې طالبانو یو مهم قوماندان امنیتی ځواکونو ته تسلیم شوی

20 جدی 1397 ساعت 18:52

قدرت الله د طالبانو یو مهم قوماندان په جوزجان ولایت د هیواد دفاعي او امنیتي ځواکونو ته تسلیم شو.



د افغانستان په شمال کې نظامي چارواکي وایي، چې د طالبانو یو سرګروپ د قدرت الله په نوم له یوه موټر سایسکل او یو میل کلاشینکوف سره ورته تسلم شوی دی.
۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبر نامه کې ویلي چې پرون ۱۲:۳۰بجو د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د مغل د کلي اوسیدونکي د یاد ولایت په قوشتپه ولسوالۍ کې د ملي ارودو ځواکونو ته تسلیم شوی دی.
د افغانستان د حکومت وسله والو مخالفانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جوزجان د افغانستان په شمال کې د هیواد یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په دې وروستیو کې نا امنیو زور پکې اخیستی دی.
 


د مطلب کود: 177628

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177628/په-جوزجان-کې-طالبانو-یو-مهم-قوماندان-امنیتی-ځواکونو-ته-تسلیم-شوی

آوا
  https://www.avapress.com