دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۰۷
د مطلب کود : 177629
ترکیې بهرنیو چارو وزیر: که شرایط سم وو، امریکا به پاټریوټ مزائیلو سیستم واخلي
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش‌اوغلو وايي چې که شرایط سم وو، له امریکا به د پاټريوټ مزائیلو سیستم واخلي.

خو که واشنګټن پر انقره فشار راولي چې له روسیې سره قرارداد لغوه کړي، دا معامله امکان نه‌لري.
ترکیې له روسیې د «S-400» مزائیلو د اخیستلو موافقه کړې ده.
د مزائیلو دا سیستم د الوتکو ضد دی.
مولود چاووش‌اوغلو نن د جنوري ۱۰مه، د ترکیې «NTV» ته په مرکه کې وویل چې حکومت‌يې د واشنګټن له لوري د شرایطو تحمیل نه‌شي زغملی.
ترکیه د ناټو غړې ده.
چاووش‌اوغلو همداراز وویل چې د سوریې په شمال کې د کُرد ملېشه ځواکونو پر ضد د عملیاتو پلان نه‌بدلوي او له سوریې د امریکايي ځواکونو په وتلو پورې تړاو نه ورکوي.
د چاووش‌اوغلو دا وینا د واشنګټن او انقرې د اړیکو د خرابوالي بله نښه ده.
امریکا د سوریې په شمال کې د کُرد ملېشه قواوو ملاتړ کوي.
چاووش‌اوغلو په نننۍ مرکه کې ویلي، دا توقع به واقعبینانه نه‌وي چې امریکا هغه وسلې چې په سوریه کې یې د کُردانو وسله‌والو ته ورکړي، بېرته ټولې کړي.
انقره هغو کُردانو ته چې د سوریې په شمال کې د بشارالاسد پر ضد جنګېږي، ترورېستان وايي.
https://avapress.com/vdchiqnzw23nq-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته