کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تخار او بغلان ولایتونو کې وسله طالبانو بریدونو په ترڅ کې ۱۵ پولیس وژل شوی او ۱۹ ټپیان شوی دی

20 جدی 1397 ساعت 19:12

چارواکي وايي چې په تخار او بغلان کې د وسله‌والو طالبانو په حملو کې ۱۵ پولیس وژل شوي او ۱۹ زخمیان شوي دي.


په تخار کې د ولایتي شورا غړي، مولوي کرامت‌الله د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې وسله‌والو طالبانو بېګا په خواجه غار ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوسته حمله وکړه چې اته پولیس په‌کې ووژل او ۱۴ تنه زخمیان شول.
د تخار د والي ویاند، محمد جواد هجري ازادي راډیو ته ویلي چې دا حمله د خواجه غار ولسوالۍ مرکز ته نږدې شوې وه.
په بغلان کې هم د ولایتي شورا غړي، ظریف ظریف هم د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې وسله‌والو طالبان د پلخمري په لمنو کې پر پولیسو حمله کړې چې ۷ پولیس په‌کې وژل شوي دي.
د بغلان د ولایتي شورا بل غړي سمیع‌الدین ناظر هم دا خبر تأیید کړی دی.
 


د مطلب کود: 177630

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177630/تخار-او-بغلان-ولایتونو-کې-وسله-طالبانو-بریدونو-په-ترڅ-۱۵-پولیس-وژل-شوی-۱۹-ټپیان-دی

آوا
  https://www.avapress.com