دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۱۲
د مطلب کود : 177630
تخار او بغلان ولایتونو کې وسله طالبانو بریدونو په ترڅ کې ۱۵ پولیس وژل شوی او ۱۹ ټپیان شوی دی
چارواکي وايي چې په تخار او بغلان کې د وسله‌والو طالبانو په حملو کې ۱۵ پولیس وژل شوي او ۱۹ زخمیان شوي دي.

  •  
په تخار کې د ولایتي شورا غړي، مولوي کرامت‌الله د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې وسله‌والو طالبانو بېګا په خواجه غار ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوسته حمله وکړه چې اته پولیس په‌کې ووژل او ۱۴ تنه زخمیان شول.
د تخار د والي ویاند، محمد جواد هجري ازادي راډیو ته ویلي چې دا حمله د خواجه غار ولسوالۍ مرکز ته نږدې شوې وه.
په بغلان کې هم د ولایتي شورا غړي، ظریف ظریف هم د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې وسله‌والو طالبان د پلخمري په لمنو کې پر پولیسو حمله کړې چې ۷ پولیس په‌کې وژل شوي دي.
د بغلان د ولایتي شورا بل غړي سمیع‌الدین ناظر هم دا خبر تأیید کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcjtaevyuqeamz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته