کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان شمالی ولایتونو کې طالبانو امنیتی ځواکونو باندی بریدونه کړي

21 جدی 1397 ساعت 12:34

د افغانستان په شمالي ولایتونو کندز، تخار او بغلان کې پرون د جنورۍ په ۱۰ مه طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه کړي چې په پایله کې یې افغان سرتیرو او وسله والو طالبانو ته درانه تلفات ور اوښتي دي.



د قلعه زال ولسوال احمد فهیم قرلق، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د کندوز قلعه زال ولسوالۍ پر امنیتي پوستو طالبانو تازه بریدونه کړي ۱۰ افغان سرتیري یې وژلي او ۱۱ نور ېې ټپیان کړي دي.
 ښاغلي قرلق ویلي چې په دغو بریدنو کې ۲۵ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
په ورته وخت کې افغان مقاماتو رسنیو ته ویلي چې په بغلان ولایت  کې د طالبانو له لوري پر امنیتي ځواکونو د تازه بریدون په پایله کې ۱۶حکومت پلوه پاڅون کوونکونکي وژل شوي دي.
 چارواکي زیاتوي چې په برید کې طالبانو ته هم درانه تلفات ور اوښتي دي.
وسله والو طالبانو بیا رسنیو ته په لیږلي بیان کې د کندز د قلعه زال ولسوالۍ په اختیپه نومې سیمه کې د ۱۶ حکومتي عسکرو او حکومت پلوه ملیشو د وژل کیدو او ۲۳ نورو د ټپي کیدو خبرونه خپاره کړي دي.
په ورته وخت کې د وسله والو طالبانو ویاند پر خپل ټویټر د تخار او بغلان په ولایتونو کې د لسګونو عسکرو د وژل کیدو سپکې او درنې وسلې د تر لاسه کولو ادعا هم کړې ده.
د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ جګړو په داسي حال کې زور اخیستی دی چې له وسله والو طالبانو سره د سولې هلې ځلې هم روانې دي.
 


د مطلب کود: 177642

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177642/افغانستان-شمالی-ولایتونو-کې-طالبانو-امنیتی-ځواکونو-باندی-بریدونه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com