دخپریدو نیټه :جمعه ۲۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۳۶
د مطلب کود : 177650
افغان سوله کې پاکستان همکارۍ په اړه سولې عالي شورا هیله مندي ښودلۍ
د افغانستان د سولې عالی شورا وايي، محمد عمر داوودزی د پاکستان له چارواکو سره پر لیدو کتو هیله ښودلې چې په نېږدې راتلونکې کې به د سولې په اړه بین الافغاني خبرې پیل شي.

پاکستان ته د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء د رئیس د سفر د څلورمې ورځې په تېرېدو سره، د سولي د عالي شورا مسؤلین هیله ښيي چې دغه سفر به ښې لاسته راوړنې ولري او پاکستان به د بین الافغاني خبرو لپاره د زمینو په برابرولو کې مرسته وکړي.
د دغې شورا د اجرائیه پلاوي غړي محمد اسماعیل قاسمیار د رسنیو سره  په خبرو کې وویل، د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داوود زی له پاکستاني چارواکو سره پر لیدو کتو خوشبین دی.

هغه وویل:داوودزی صاحب له دغو لیدو کتو خوشبین دی او هیله یې ښودلې چې په دغه لږ وخت کې وکړای شو چې بین الافغاني مذاکرات پیل کړو، په دې کې د پاکستان حکومت مهم نقش لري، یعنې که هغوی همکاري وکړي، پر بین الافغاني مذاکراتو به مستقیم اثر وکړي او د طالبانو موافقه واخلي.
ښاغلي قاسمیار وویل، د پاکستان اوسني حکومت ډېره توجو د پاکستان اقتصاد ته اړولې او په دې پوهېدلی چې د افغانستان سوله د پاکستان د اقتصاد په ګټه ده.
ښاغلي داوودزي د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د څلورو ورځو لپاره د افغانستان د سولې د خبرو په هدف، اسلام اباد ته سفر کړی دی.
ده ویلي چې پاکستان ته یې د سفر هدف دا دی چې د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان په ګډون د سیمې د هېوادونو هڅې همغږې او یوه مسیر ته راولي.
د سولې د عالي شورا د معلوماتو له مخې، عمر داوودزي په دغه سفر کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي، د پاکستان د جمعیت علما له مشر مولانا فضل الرحمن، د عوامي نېشنل ګوند له مشر اسفندیار ولي او یو شمېر نورو سیاسي چارواکو سره لیدلي دي.
 
https://avapress.com/vdcbszb8grhbz0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته