کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جوزجان کې طالبانو برید په ترڅ کې شپږ تنه ولسي پاڅون سرتېري وژل شوی

21 جدی 1397 ساعت 18:54

د جوزجان د فیض اباد ولسوالۍ په کوکلداش کلي کې طالبانو پر امنیتي پوستو برید کړی چې د ځايي چارواکو په وینا، د ولسي پاڅون کوونکو شپږ تنه سرتېري وژل شوي.



په سیمه کې د ولسي پاڅون یو قوماندان الله بیردي په دی اړه رسنیوته ویلي، پر پوستو یې برید تېره شپه اته بجې پیل شو او د سهار تر څلورو بجو یې دوام درلود.
د نوموړي په وینا، د مرستندویو ځواکونو په رسېدو طالبان په شا تنبول شوي او اوس په سیمه کې وضعيت ارام دی.
د الله بیردي په وینا، په دې جګړه کې د ولسي پاڅون شپږ تنه وژل شوي او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.


د مطلب کود: 177652

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177652/جوزجان-کې-طالبانو-برید-په-ترڅ-شپږ-تنه-ولسي-پاڅون-سرتېري-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com