کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې ۴۹ مخیزه طرحه جوړه شوې

تلویزیون یک , 22 جدی 1397 ساعت 12:57

يو شمير ډيپلوماټيکو سرچينو رسنيو ته ويلي چې له طالبانو سره د سولې په اړه نهه څلويښت مخیز طرحه جوړه شوې چې د مشورې په موخه به له افغان حکومت او د سيمي له هيوادونو سره شريکه شي.



پاکستاني رسنيو ددې خبر په خپرولو سره ويلي چې د دې هوکړې مسوده د افغانستان د شخړي د حل کولو په موخه اغيزمنه ده.
د راپورونو پر اساس امريکا له طالبانو سره دداسي هوکړې کولو په هڅه کې ده چې هغې کې د افغان حکومت او د سيمي د هيوادونو رضايت شامل وي.
دې راپور کې ويل شوي چې که په دې اړه باندي هوکړه وشي، نو طالبان به شپږ مياشتنی اوربند اعلان کړي او امريکا به هم د اتلس مياشتو په اوږدو کې په درو مرحلو کې له افغانستان څخه ووځي.
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د خپلو سفرونو لړ پیل کړی او لومړی ګام یې پر نوې ډیلي ایښی دی.
خلیلزاد دې سفر کې د افغان سولې برخه کې د هندي چارواکو همکاري غوښتې، خو هندیانو هم د افغانانو په مشر د سولې له بهیره ملاتړ کړی دی.
د دې ترڅنګپاکستان ته د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا د مشر محمد عمر داودزي څلور ورځني سفر هم پرون پای ته رسیدلی دی.
که څه هم د پاکستان چارواکو راضي کولو لپاره لومړنی سفر نه دی، خو د سولې هالي شورا دا سفر له لاسته راوړنو ډک بولي.
د سولې شورا وايي د افغانستان سولې لپاره د پاکستان د ملکي او پوځي حکومتونو ترمنځ د نږدیوالي نښې لیدل شوي دي.
دې سفر کې همداشان د دواړو هیوادونو د عالمانو ګډې ناستې جوړولو باندې هم سلا شوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي ویلي: "موږ له طالبانو غواړو چې دافغانستان حکومت سره کیني او د یوې سیاسې لارې له مخې، خپل هیواد کې اولس کلنه جګړه پای ته ورسوي.دا د افغانانو پر غاړه ده چې خپل اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي، که دوی په داخل کې خپلې ستونزې نشي حل کولی، بهرنیان ورسره ډیره مرسته نشی کولی."
که څه هم پاکستان لږ تر لږه په خبرو کې طالبان حکومت سره خبرو ته بللي، خو له دې وړاندې د باکستان لومړي وزیر ویلي و، دوی یواځې کولی شي طالبان له امریکایانو سره خبرو ته کینوي.
په داسې حال کې چې افغان او امریکايي چارواکو له دې وړاندې په کراتو پاکستان د طالبانو ملاتړی بللی دی.
باورونه پر دې دي چې د پاکستان د ریښتیني همکارۍ سره به طالبان د افغانستان حکومت سره خبرو ته مجبوره شي.
د افغانستان حکومت باور لری چې ترهګري یواځې له افغانانو قرباني نه اخلي، بلکې که چیرې یې ګاونډیان ورسره د سولې او ټیکاو رامنځته کولو کې همکاري ونه کړي، دوی به هم له دې ښکارندې خوندي نه وي.
سره له دې چې د طالب او امرکایي چارواکي ترمنځ د لیدنو او خبرو اترو له امله سولې راتلو په تړاو زیاته خوشبیني پيدا شوې، خو ترڅنګ یې د پردو ترشا د دې خبرو له مله یو لړ اندیښنې هم شته.
طالب او امریکایي چارواکو تر اوسه څو ځلې په مختلفو ځایونو کې سره لیدلي دي.
 


د مطلب کود: 177689

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177689/د-امریکا-او-طالبانو-ترمنځ-روغې-جوړې-۴۹-مخیزه-طرحه-جوړه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com