دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۶
د مطلب کود : 177695
د سالنگ لویه لاره د 16 ساعتونو وروسته بیرته خلاصه شوه
د پروان ولایت سمیه ایز چارواکې نن شنبه(۲۲ جدی) ویلی دی چی سالنګ لویه لاره د ۱۶ ساعتونو بندیدو وروسته، بیرته د موترونو تللو او راتللو په وړاندی خلاص شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عبدالبصیر حبیبی، سالنګونو ساتنې او حفظ اداره مشر وایی: همدا اوس واوره اوریدنه دریدلی او دا لویه لاره نن سهار ۱۰ بجی د پاک کاری وروسته ترافیک په وړاندی پرانیستل شو.
هغه وایی چی یواځی نن سهار څلور برفکوچ په جنوبی سالنګ کې لاندی راغلی دی؛ خو خوشبختانه کوم تلفات نه دی درلودلی.
د سالنګونو ساتنې مشر په وینا، د واوری ضخامت په دی لویه لاره کې ۱ متر څخه ډیر شوی.
د سالنګونو ساتنې او حفظ مسؤول و موټر چلوونکو ته په دی لاره کې وایی او ټینګار کوی چی هغوی دی ژمنۍ وسایل د ځان سره ولری.
 
https://avapress.com/vdcao0n6m49n0i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته