د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د روزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند په خانقه سیمه کې د افغان دفاعی او امنیتی ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو پر مهال ۴ وسلوال وژل شوي، ۷ ټپیان دي او ۳ مشکوک کسان نیول شوي دي.
همدارنګه څرګند- شوې، چې د زابل ولایت د میزانې ولسوالۍ د شیکان په اړوند سیمو کی هم دوه وسلوال وژل شوي او دری نور تپیان دي.
دغه عملیات په تېرو څلیریشت ساعتونو کې تر سره شوي دي.
روزګان د هېواد یو له ناامنو ولایتونو څخه دی، چې په لیرې پرتو سیمو کې یې وسلوال طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)