دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۲
د مطلب کود : 177702
دفاع وزارت د افغان هوایي ځواکونو په اړه د نیویارک ټایمز راپور رد کړ
د افغانستان دفاع وزارت د نیویارک ټایمز دا خبره ردوي چې ګواکې د افغانستان د هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره د امریکا هڅې بې نیتجې دي.

دغه وزارت وايي، د افغان هوايي ځواکونو په اړه د نیویارک ټایمز وروستۍ لیکنه ناسمه ده.
د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغان هوايي ځواکونه لوړ ظرفیت او پرمختللي جنګي الوتکې لري.

ده وویل:"لومړی دا چې موږ دغه راپور ردوو، ځکه زموږ هوايي ځواکونه اغېزمن واقع شوي، موږ نوې الوتکې لرو، ۳۰ بلک هاک الوتکې رارسېدلي، همداشان د پیلوټانو تعلیم او روزنه مو روانه ده، تاسې شاهد یاست چې زموږ پیلوټان هوايي عملیات ترسره کوي."
ښاغلی جاوید وايي، په دې برخه کې به د امریکا مرستې تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې دوام ولري او په پام کې ده چې افغانستان تر دغه کاله پورې سلګونه نورې الوتکې هم ولري.
کابل چاپ یو شمېر رسنیو د امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز په حواله لیکلي له یوولسو کلونو راهیسې چې امریکا د افغان هوايي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره هڅې پیل کړي او په دې برخه کې تراوسه کابو ۸ میلیارده ډالر مصرف شوي، دغه هڅې بې نتیجې روانې دي.
نیویارک ټایمز د ځینو متخصصینو له قوله لیکلي چې افغانان د الوتکو د خوندیتوب او د هوايي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره د امریکا دوامدارو مرستو ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې د الوتکو د تخنیکي ستونزو او یا د طالبانو د حملو په نتیجه کې تراوسه اته افغان پوځي هليکوپټرې نسکورې شوې دي.
د دغو هليکوپټرو د غورځېدو په پېښو کې یو شمېر لوړپوړي افغان پوځیان او ملکیان هم وژل شوي دي.
افغانستان په روسیه کې پر جوړو شویو څو هليکوپټرو سربېره، نورې جنګي الوتکې لکه سوپر توکانو "ای ۲۹" هم لري.

​د امریکا متحدو ایالاتو په دې وروستیو کې یو شمېر بلک هاک الوتکې هم افغان پوځي ځواکونو ته ورکړي دي.
په ورته وخت کې ځیني پخواني پوځیان د افغانستان د هوايي ځواکونو لوړ لګښت ته په کتو په دې باور دي چې دغه هېواد په دوامداره توګه د امریکا مرستو ته اړتیا لري.
د افغانستان د دفاع وزارت پخواني لوی درستیز شېر محمد کریمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د افغان هوايي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره د امریکا هڅې اوس هم بې نتیجې دي.

​ده زیاته کړه:
"اوس هم موږ ضرورت لرو، څرنګه چې زموږ هیله او غوښتنه ده، هوايي ځواکونه مو په پښو نه دي درېدلي، له یوې خوا مرسته شوې او بلې خوا جګړه ده او تلفات او ضایعات په کې لرو، له همدې امله زموږ هوايي ځواکونه پیاوړتیا او ملاتړ ته ضرورت لري."
ښاغلی کریمي وايي، د هوايي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره چې تر اوسه میلیاردونه ډالر مصرف شوي، کافي نه دي او په دې برخه کې باید بهرنۍ او په تېره د امریکا مرستې دوام ولري.
د ښاغلي کریمي په خبره، افغان هوايي ځواکونو د دولت د وسله والو مخالفینو د ماتولو لپاره ډېر فعالیتونه کړي، خو پکار ده چې په دې برخه لګښت نور هم ډېر شي.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyaev8uqeaaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته