کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې ۱۶ تنه طالبان وژل شوی

22 جدی 1397 ساعت 17:05

د خبر له مخې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د وسله والو طالبانو د ماین جوړونې پر ځای د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري په شوې حمله کې ۱۶ طالبان وژل شوي دي.


د سرچینو له مخې د افغان ځانګړو ځواکونو په یوه بل برید کې د فراه ولایت د بالا بلوک په ولسوالۍ کې ۳ وسله وال طالبان وژل شوی، د سړک د غاړي ۲۲ ماینونه، د ټانک ضد ۴ ماینونه او ۱۵ د پرسونل ضد ماینونه کشف شوي، ۱۵ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي له منځه وړل شوي دي.
دغه راز په خبر پاڼه کې راغلي چې د هلمند په نهر سراج کې د ائتلاف ځواکونو د هوایي حملو پرمهال د طالبانو یو عملیاتي مرکز او د وسلو زیرمتون په نښه شوي دي او پایله کې یې ۷ تنه طالب جنګیالي وژل شوي دي. د دولتي ځواکونو په بریدونو کې د طالب وسله والو د وژل کیدو خبرونه په داسي حال کې خپریږي چې د امریکا په مشرۍ د سیمې او نړۍ هیوادونه هڅه کوي افغان حکومت او طالبانو له یو بل سره مخامخ د سولې خبرو ته کښینوي.
 


د مطلب کود: 177718

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177718/ارزګان-ولایت-مرکز-ترینکوټ-کې-۱۶-تنه-طالبان-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com