دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۲
د مطلب کود : 177720
افغانستان ملی امنیت سلاکار خپل چینایي سیال سره کتلي
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب له خپل چینايي سیال ګوا شینګکن سره لیدلي او له هغه یې غوښتي چې چین د افغانستان د سولې، امنیت او ثبات لپاره موثر رول ولوبوي.

د ملي امنیت سلاکار ښاغلی محب پرون او وړمه ورځ په بیجینګ کې و.
د ملي امنیت شورا ویاند طارق آرین په دې اړه رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې لا زیات جزییات ورکړي او ویلي یې دي:
" د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د جمعې په ورځ د چین د سیاسي چارو او ملي امنیت له سلاکار سره د ترورېزم په وړاندې پر مبارزې، سیمه ییزې همکارۍ، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې په پروسې، د دواړو هېوادونو د ګډو سرحدونو پر امنیت او د شویو موافقو د تعقیب په اړه خبرې وکړې. "
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په خپله ټوېټرپاڼه له چینايي سیال سره لیدنه رغنده بللې او ویلي یې دي چې د سیمې د سیاسي خوځښتونو په بدلون او د سولې د ګواښونو او فرصتونو په اړه وغږېد.
د ملي امنیت له سلاکار ښاغلي محب سره په لیدنه کې د چین د ملي امنیت سلاکار ګوا شینګکن ویلي چې چين به د تل پاتې سولې او ثبات د تامین په هدف، له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
https://avapress.com/vdcj8aevyuqeaaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته