دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۲۳:۰۴
د مطلب کود : 177737
اسدالله خالد د دفاع وزارت نوی ټاکل شوی سرپرست بشرحقونو په سرغړونو باندی تورن شوي
د افغانستان دفاع وزارت نوی ټاکل شوی سرپرست وزیر اسدلله خالد د بشري حقونو نړیوال سازمان له لوري له بشرحقونو څخه په سرغړونو تورن شوی دی.

په نیویارک کې د بشري حقونو د نړیوال سازمان دفتر، د شنبې په ورځ د«مرغومې په ۲۲مه» راپور خپور کړ، چې له مخې یې د افغانستان د دفاع اوسنی سرپرست وزیر هغه مهال چې په د کندهار کې والي وو، د شخصي زندانونو په لرلو تورن کړی او زیاته کړې یې ده چې له هغه مهاله تر اوسه یو شمېر خلک ورک دي.
د دغو سازمان له لوري په خپاره شوی راپور کې داهم ویل شوي، اسدالله خالد هغه مهال چې په کندهار او غزني کې والي وو له خلکو سره یې ناوړه سلوک کړی ، ځورولي یې دي، د غږ پورته کولو په صورت کې یې کورنۍ په مرګ ګواښلې دي.
د بشري حقونو نړیوال سازمان د افغان حکومت له ملاتړو هیوادونو څخه  غوښتي چې د اسدالله خالد  په محاکمه کولو کې ورسره مرسته وکړي.
اسدالله خالد د پاکښتان ضد څېره، د ډېرو افغانانو ایډیال سیاستوال دی چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پرمهال په کندهار او غزني ولایتونو کې والي او څه موده د افغانستان د ملي امنیت رئیس پاته شوی دی، چې د دغې وروستۍ دندې پرمهال په یوه ځانمرګي برید کې سخت ټپي شو.
په دې وروستیو کې اسدالله خالد د ملي یوالي حکومت منتقد وو او د یوه سیاسي جریان مشري یې کوله چې   د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه بیساري اقدام په پایله کې  د دفاع وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.
 
https://avapress.com/vdchxqnzq23nqqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته