دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۲۳:۰۹
د مطلب کود : 177738
د کورنیو چارو وزارت له لوری موټرونو باډیو کې ساتونکو کښینولو او نیمه درنو وسلو لیږدولو باندی بندیز لګیدلي
د کورنیو چارو وزارت د بیساري اقداماتو په لړ کې د موټرونو په باډیو کې د ساتونکو پر کښینولو او د نیمه درنو وسلو پر لیږدولو بندیز لګیدلی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې، له دې وروسته د ملي امنیت کورنیو چارو او دفاع وزارتونو له منسوبینو پرته هېڅ څوک حق نه ‌لري چې د خپلو موټرو په باډیو کې خپل ساتونکي‌ کښینوي او یا نیمه درنې وسلې و لیږدوي.
د شنبې په ورځ د «مرغومې په ۲۲مه» کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو، او ملي امنیت ریاست له منسوبینو پرته ټولو غیر دولتي‌ کسانو ته په «جدیت» او «وضاحت» خبر ورکول کېږي، چې: د خپلو پیکپو، ډاډسنو، هایلکسو، او یا هم نورو هر ډول موټرونو په باډیو کې خپل ساتونکې ونه لېږدوي.”
 د دغو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې داهم ویل شوي دي چې له امنیتي او دفاعي ارګانونو پرته هېڅ څوک د خپل امنیت په خاطر په ښار او کورونو کې د نیمه درنو وسلو«راکټ، پیکا او دهشکې» د ګرځولو او ساتلو حق نه لري.
په افغانستان کې اوس مهال له امنیتي او دفاعي ځواکونو پرته نور خلک هم د خپل امنیت د ساتنې په موخه د سپکو وسلو تر څنګ په نیمه درنو وسلو سمبال ساتونکي د خپلوموټرونو په باډیو کې کښېنوي.
په سپکو نیمه درنو وسلو دغه سمبال ساتونکي ډېری د عامه نظم د ګډوډولو او د عامو افغانانو د ځورولو لامل ګرځيدلي دي.
د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د عامه نظم د رامنځته کولو په موخه  یو لړ بیساري اقدامات کړي دي چې د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcipyazvt1ayy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته