داکتر ابراهیم محمدی؛ د هرات آمبولانس رییس
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری ته ویلی چی تراوسه ۵ تنه شهید او ۳ تنه ټپیان هرات حوزوی روغتون ته لیږدول شوی دی.
هغه زیاته کړه: د شهیدانو په منځ کې ۳ تنه نظامی او ۲ تنه غیری نظامی او ټپیانو په منځ کې ۲ نظامی او یو غیری نظامی شامل دی.
د هغه په وینا، د وژل شویو او ټپیانو شمیر ډیریدو احتمال ډیر دی.
عبدالاحد ولی زاده د هرات پولیسو ویاند
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری ته وویل: مسلح تروریستان هرات پولیسو شپږم امنیتی حوزی ته داخل شوی او حوزه منسوبینو باندی ډزی کړی دی.
هغه وویل: د پاسوال امین الله امرخیل هرات امنیه قوماندان په رهبری لاندی پولیس ځواکونه ژیر اقدام کړی او لږ وخت کې تروریستان له منځه یوړه.
د هغه په وینا، سیمه د امنیتی ځواکونو کنترول لاندی دی او تصفیه وی او تلاشی عملیات شروع شوی دی.
د ځینو سرچینو له مخی ددی پیښی مهاجمین دوه تنه وو.