کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فاریاب کې ۳۴ تنه طالبان ژوبل شوی دی

23 جدی 1397 ساعت 11:21

تیره ورځ ۲۰ تنه طالبان د طالبانو یو سرګروپ په شمول په خاصو عملیاتو کې د قاطع ځواکونو او خاص افغان ځواکونو ګډون سره د فاریاب ولایت خواجه سبزپوش او غذاری ولسوالی کې وژل شوی او ۱۴ تنه نور ټپیان او ۷ تنه د امنیتی ځواکونو له لوری اسیر شوی دی. په دی عملیات کې د مخالفینو زده کړیز یو مهم قرارګاه امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلی دی.



د آوا په ګزارش سره، عبدالکریم یورش؛ د فاریاب پولیسو قوماندی ویاند د آوا خبرنګار سره په مصاحبه کې وویل چی تیره ورځ سهار ۱۰ بجو مخکې جدی په ۲۲ نیټه خاص عملیات د قاطع ځواکونو او خاص افغان ځواکونو په ګډون د بی سرنشینه آیسار الوتکو په هماهنګی سره د مسلح طالبانو ټکولو لپاره د خواجه سبزپوش ولسوالی غذاری کې شروع شوی وو چی هغه ورځ تر ماسپښین پوری ۲۰ تنه طالبان د قاری تاج الدین د طالبانو سرګروپ په ګډون وژل شوی او ۱۴ تنه نور ټپیان شوی دی.
هغه وویل چی ددی پیښی ټپیان هم د امنیتی ځواکونو په محاصره کې قرار لری. هغه وویل: ۷ تنه مسلح طالبان چی دوه تنه یی ټپیان دی خپل اسلحو سره امنیتی ځواکونو ته تسلیم شوی دی.
ښاغلی یورش وویل: په دی عملیات کې د دشمن یو قرارګاه د ۲۰ موترسایکلونو سره او ځینی جګړی وسایلو سره تخریب او له منځه وړل شوی دی.
د فاریاب پولیسو قوماندی ویاند وایی چی په دی عملیات کې ملکی وګړو او امنیتی ځواکونو ته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
 


د مطلب کود: 177758

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177758/په-فاریاب-کې-۳۴-تنه-طالبان-ژوبل-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com