کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان عدلیې وزارت د څه باندې ۱۲۰۰ ټولنیزو ادارو فعالیت جواز لغوه کړ

23 جدی 1397 ساعت 11:35

د افغانستان د عدلیې وزارت وایي، د څه باندې ۱۲۰۰ ټولنیزو ادارو د فعالیت جواز یې لغو کړل.



د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت په دی اړه رسنیو ته وویل چې دغو ټولنیزو ادارو خپل اجازت‌لیکونه نه و تمدید کړي، ځکه یې دا اقدام کړی دی.
ښاغلي ریاضت زیاته کړه:
"۱۲۸۰ ادارې چې د افغانستان په عدلیې وزارت کې ثبت وې، اکثر یې په ټولنیزو اتحادیو، سازمانونو، بنیادونو او شوراګانو کې شاملې وې."
د عدلیې وزارت د ویاند په خبره هغه ټولنیز بنسټونه چې د فعالیت د جواز له ختميدو څخه تر شپږو میاشتو پورې دغه وزارت ته مراجعه ونه‌کړي، د قانون له مخې یې د فعالیت اجازه لغو کېږي.


د مطلب کود: 177761

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177761/د-افغانستان-عدلیې-وزارت-څه-باندې-۱۲۰۰-ټولنیزو-ادارو-فعالیت-جواز-لغوه-کړ

آوا
  https://www.avapress.com