د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او اوبو لګولو پروګرام له لوري په تېر یو کال د ټول هېواد په بېلابېلو ولسوالیو کې د اوبو رسولو او اوبو لګولو ۴۰۲ پروژې تطبیق کړې دي.
په تېر ۲۰۱۸ کال کې ۹۲۰ زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 جدی 1397 ساعت 13:14
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او اوبو لګولو پروګرام له لوري په تېر یو کال د ټول هېواد په بېلابېلو ولسوالیو کې د اوبو رسولو او اوبو لګولو ۴۰۲ پروژې تطبیق کړې دي.
په دغو پروژو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د څښاک د اوبو ۲۴۸ شبکې، ۹۲۵ څاه ګانې او د اوبو ۶۳ ذخیرو جوړول او د د ځمکو د آبیارۍ په موخه د څه باندې ۷،۸۰۰) متره اوږده کانالونو، ۳،۳۰۰ متره اوږده کاریزونو او ۱۵ د لمریزو شبکو جوړول شامل دي.
په دغو پروژو باندې څه باندې ۱۵ ميليونه آمریکايي ډالره لګښت شوي، چې د یادو پروژو د جوړولو چارو د اړوندو ولایتونو د اوسیدونکو لپاره څه باندې یو ميليون کاري ورځې ایجاد کړې دي.
د اوبو رسولو ددغو پروژو په بشپړېدو سره د څه باندې (۹۲۰،۰۰۰) کسانو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.
د مطلب کود: 177768