دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۴
د مطلب کود : 177768
په تېر ۲۰۱۸ کال کې ۹۲۰ زره  کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او اوبو لګولو پروګرام له لوري په تېر یو کال د ټول هېواد په بېلابېلو ولسوالیو کې د اوبو رسولو او اوبو لګولو ۴۰۲ پروژې تطبیق کړې دي.

په دغو پروژو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د څښاک د اوبو ۲۴۸  شبکې،  ۹۲۵ څاه ګانې او د اوبو ۶۳ ذخیرو جوړول او د د ځمکو د آبیارۍ په موخه د څه باندې ۷،۸۰۰) متره اوږده کانالونو، ۳،۳۰۰ متره اوږده کاریزونو او ۱۵ د لمریزو شبکو جوړول شامل دي.
په دغو پروژو باندې څه باندې ۱۵ ميليونه  آمریکايي ډالره لګښت  شوي، چې  د یادو پروژو د جوړولو چارو د اړوندو ولایتونو د اوسیدونکو لپاره څه باندې یو ميليون کاري ورځې ایجاد کړې دي.
د اوبو رسولو ددغو پروژو په بشپړېدو سره د څه باندې (۹۲۰،۰۰۰) کسانو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb0zb8wrhbzzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته