دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۶
د مطلب کود : 177783
جمهوررئیس غني: د ودانیو جوړولو کې باید له داخلي او محلي توکو ګټه واخیستل وشي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه، په پیل کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محمدجواد پیکار د تدوین شوي لیدلوري یا لار نقشې انکشاف ته د زمینې برابرولو په موخه د زیات تمرکز په خاطر د ښار او کور جوړولو وزارت او د ځمکو مخکېنۍ ادارې د ادغام د تطبیقي پلان په اړه خپل راپور غونډې ته وړاندې کړ.
هغه د ښار او کور جوړولو وزارت او د ځمکو د مخکېنۍ ادارې د تاریخچې، دتحلیل دچوکاټ، د ادغام اصولو، په دې برخه کې د محدودیتونو او حل لارو، د بالقوه خطرونو د تحلیل او د ادغام د تطبیقي پلان د مهالوېش په اړه خبرې وکړې او د یاد ادغام بهیرد ښه تطبیق په اړه یې خپل وړاندیزونه مطرح کړل.
جمهوررئیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته د ځانګړې او همغږې معمارۍ پر سبک ټینګار وکړ وې ویل، د ښار او ځمکو وزارت پروژې باید په ښه توګه مدیریت شي.
جمهوررئیس زیاته کړه، د ودانیو په جوړولو کې باید له داخلي او محلي موادو استفاده وشي، ترڅو کارموندنه زیاته او د خلکو اقتصاد ښه شي او همداراز د پروژو لومړیتوب بندي، د خطرونو مدیریت، د ودانیو مقاومت او په ساختماني چارو کې د اقلیمي اغېزو مخنیوي ته پام وشي.
د هېواد جمهوررئیس د زلزلې په وړاندې د ودانیو د لا مقاومت لپاره د زلزلې د کوډ پر ټاکلو، د ځمکې د مقاومت په خاطر د خاورې پر نقشې او د ساختمانونو په جوړولو کې د استفادې وړ موادو پر ډول ټینګار وکړ.
جمهوررئیس غني دولت د خصوصي سکتور شریک وباله او وې ویل، په دولتي ځمکو کې دې د خصوصي سکتور د پانګونې پر وړاندې شته خنډونه لمنځه یووړل شي، دغه راز د ښارجوړولو او ځمکو په وزارت کې دې د ډیزاین مرکز جوړ شي.
جمهوررئیس څرګنده کړه د ښارجوړولو او ځمکو وزارت پر جوړښت دې لا زیات بحث وشي، ترڅو د یاد وزارت لپاره ګټور او موثر جوړښت رامنځته شي.
د غونډې په پای کې جمهوررئیس غني د ښاري ډیزاین کتابونه او د چوکاټ نقشې لاسلیک او د کابل ښاروالۍ سرپرست ته یې وسپارلې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivyazpt1ayy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته