دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۳
د مطلب کود : 177789
معترضینو په تخار کې د ولایت د مقام په ګډون د یو شمېر ادارو دروازې تړلي
په تخار ولایت کې له څوارلس ورځو راپدیخوا د ولایت مقام او د یو شمېر دولتي ادارو دروازه د معترضینو لخوا تړل شوې او د تخار اوسیدونکي له نوماندانو، د هغو له ملاتړ کوونکیو او سیمه ییزې ادارې غواړي، چې د دې کار مخه دې ونیول شي.
په تخار کې له یوې میاشتي راپدیخوا د نوماندانو اعتراضونه روان ساتل شوي؛ خو ۱۴ ورځې کیږي، چې دوی د ټاکنیزو کمیسیونو او یو شمېر دولتي ادارو دروازې تړلې دي.
معترض نوماندان وایي؛ ترهغې، چې د دوی غوښتنې ونمنل شي اعتراضونه به یې روان وي.
معترض نوماندان او د هغو ملاتړي د بایومتریک او غیر بایومتریک رایو د بېلولو غوښتنه راپورته کړې ده.
د تخار اوسیدونکي اندېښمن شوي او وایي، چې د لارو او ولایتي ادارو بندیدل د خلکو عادي ژوند اغېزمن کړی دی.
ټاکل شوې وه، چې د یکشنبې پر ورځ د سیمه ییزو مسوولینو په منځګړیتوب د نوماندانو اعتراضونه پای ته ورسیږي، لارې او د دولتې ادارو دروازې خلاصي شي؛ خو سیمه ییز مسوولین وایي، چې د نوماندانو د غوښتنو منل زمونږ له وسې پورته ده او په دې اړه دې مرکزي حکومت پرېکړه وکړي.
نوماندان، چې په تخار کې د دواړو کمیسیونونو د مسوولینو د ګوښه کیدو او بایومتریک رایو د جلا کیدو غوښتونکي دي او خبرداری ورکوي؛ ترهغې، چې غوښتنې یې ونه منل شي اعتراضونه به یې روان وساتل شي.
 
سرچينه : اریانا نیوز
https://avapress.com/vdcevf8zojh8ffi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته