دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۹
د مطلب کود : 177790
قطر ته د ملا برادر تګ او سیاسي پلاوي کې د هغه غړيتوب پر سر اختلاف
طالبانو ته نږدې سرچینې وايي ملاغني برادر چې په دې وروستیو کې د پاکستان له بنده خوشی شوی د طالبانو ډلې په سیاسي بهیرونو کې د ګډون لپاره قطر ته رسېدلی دی.

خو دغه سرچینې د قطر دفتر په سیاسي پلاوي کې د ملابرادر غړیتوب تراوسه د دې دفتر او طالبانو د مشرتابه ترڅنګ یوه جنجالي موضوع ده.
په همدې حال کې د سولې عالي شورا، د سولې په خبرو اترو کې د ملابرادر ونډه ډېره مهمه بولي او له طالبانو غواړي چې له حکومت سره د خبرو اترو لپاره خپل مرکچي پلاوی مشخص کړي.
د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري په دې اړه وویل:«د ملا برادر رول په ځلونو مهم دی او هیله لرو چې ډېر ژر داسې رول ولوبوي چې د مشرتابه په کچه کې یې اعتماد جوړونه رامنځته شي او ډېر ژر خپل مرکچي پلاوی انتخاب کړي.»
د سولې خبرو په بهیر کې د تصمیم نیوونکي پلاوي په جوړښت کې د ملاغني برادر احتمالي شامیلېدو د ولسي جرګې په غړو کې یو لړ هیلې رامنځته کړې دي.
د ولسي جرګې غړی غلام فاروق مجروح څرګنده کړه:«ځکه چې ملابرادر د طالبانو پرمهال هم یو اغېزناک کس و، او اوس هم که‎چېرې د خبرو اترو واک او د طالبانو استازیتوب ولري کولای شي اغېزناک وي.»
خو اجراییه ریاست د سولې په بهیر کې د کسانو رول مهم نه ګڼي او وايي د سولې په بهیر کې بدلون د پاکستان د سیاستونو بدلېدو ته اړتیا لري او د سولې د خبرو په بهیر کې د سیمې او له سیمې اخوا هېوادونو ترمنځ د سیالیو په اړه اندېښنه څرګندوي.
د اجراییه ریاست ویاند مجیب رحیمي وايي:«دا چې له بنده د یوه کس ازادېدل او یا هم بند ته تلل دې وکړای شي دا بهیر بدل کړي زه تر ډېره بریده په دې باور نه یم، د سولې په بهیر کې بدلون د پاکستان په سیاستونو کې بدلون ته اړتیا لري.»
ملاغني برادر د پاکستان په کراچۍ ښار کې د هغه له نیول کېدو مخکې د طالبانو ډلې د پخواني مشر ملاعمر مرستیال و، هغه د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په کابل کې د دفاع وزیر مرستیال او د ملاعمر ترڅنګ د طالب ډلې یو بنسټ ایښودونکی بلل کېده. 
 
سرچينه : طلوع نیوز
https://avapress.com/vdcgyu9qzak9uu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته